سرپل کې تښتول شوي کسان هزارګان دي

سرپلپه سرپل کې د تښتول شویو هزاره ګانو د خلاصون هڅې پیل شوې دي. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي چې داکسان د چهارشنبه په ورځ د صیاد ولسوالې په (قفلتون) سیمه کې وسله والو تښتولي او تراوسه نه دي خوشي شوي.

هغه وايی داکسان له صیاد ولسوالې څخه د سرپل مرکز ته په یوه موټر کې روان وو چې وسله والو یې موټر ودراوه درې ښځې او ماشومان یې خوشي او نارینه یې چې ټول چې ۱۱ تنه کیږي نامالوم ځای ته وړي دي.

د والي ویاند وايي د سیمې د قومي مشرانو په مځګړیتوب هڅې روانې دي چې داکسان خوشي شی.

تراوسه د دغه تښتونې مسولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی، خو مخکې چې په نورو سیمو کې داسې کومې پیښې شوې مسولیت یې په وسله والو طالبانو او په تیره بیا داعش اچول شوی دی. تر دې وړاندې په زابل کې هم دې ته ورته پیښه شوې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.