سرګي شويګو، د روسيې راتلونكى ولسمشر

شویګو او پوټيند آلمان يوې ورځپاڼې  ويلي چې د روسېي راتلونكى ولسمشر به د دغه هيواد د دفاع اوسنى وزير وي. د (شپيګل فرتاګ) آلمانۍ ورځپاڼې ويلي داسې اټكل كيږي چې د روسيې د دفاع وزير سرګي شويګو به د ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كې چې په ۲۰۱۸ كال كې كيږي بريالى شي.

د سپوتنيك د ليكنې له مخې دغه ورځپاڼې د دې له پاره چې په خپل اټكل يې ټينګار كړي وي د سرګي شويګو په اړه اطلاعات هم ورسره مل كړي.

سرګي شويګو له شلو كلونو را په ديخوا مهمې دندې اجرا كړې دي. هغه له ۱۹۹۴ م تر ۲۰۱۲ م پورې د بيړنيوحالاتو وزير، وروسته د مسكو والي او شپږ مياشتې وروسته د دفاع وزير شو.

شويګو د روسيې د وسله والو ځواكونو پراختيا او بيارغونې ته چټكتيا وركړه او وتوانيد له اوكراين او ناټوسره له مخامخ كيدو پرته د كريميه ټاپو كنترول خپل كړي. هغه اوس په سوريه كې د داعش پرضد عمليات رهبري كوي او له ولادمير پوتين سره دوستانه اړيكي لري.

دغه ورځپاڼه چې د شويكو د برياليتوب وړاندوينه يې كړې دا نه دي ويلي چې ولادميرپوتين به په ۲۰۱۸ كال كې د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره بشپړه كړي او د ولسمشرۍ په بله دوره كې به ونه دريږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.