سر تاج عزیز وایې د افغان سولې ملاتړ کوو

د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز وايي، هېواد يې د سيمې د ثبات لپاره د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي.
عزيز ويلي، چې د سيمې د خلکو د وضعيت د ښه کېدو او پرمختګ لپاره پرته له دې چې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ وشي، بله لاره شتون نه لري. په داسې حال کې چې وسله وال مخالفين او ترهګرې ډلې په پاکستان کې امن پټنځايونه لري او په دې هېواد کې تر تجهيزېدو وروسته د سيمې هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان ته د ناامنۍ د خورولو لپاره استول کيږي، سرتاج عزيز بيا د پاکستان له راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې ترهګري د ټولو ګډ دښمن دی او پر وړاندې يې ګډې مبارزې ته اړتيا ده.
عزيز دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې ولسمشر غني د شانګهای د همکاريو سازمان د غونډې په څنډه کې له نواز شريف سره وکتل او په افغانستان کې يې د جګړې د پای ته رسولو پر افغان محوره سياسي هوکړې ټينګار وکړ.
په کتنه کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به دوه اړخيز اقدامات کوي. که څه هم له پاکستاني لوري سره د افغان ولسمشر پر وروستيو هوکړو يو لړ نيوکې شته، خو پاکستاني چارواکو ژمنه کړې، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره به صادقانه همکاري کوي.
د چارو شنونکي په دې باور دي، چې له پاکستان سره تر نويو هوکړو وړاندې بايد له هغه هېواده وغوښتل شي، چې خپله رښتينولي ثابته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.