یو سعودي شهزاده چې غوښتل یې له لبنان څخه دوه ټنه نشي توکي ولېږدوي، په بیروت هوايي ډګر کې د هغه هېواد د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د عبدالمحسن، بن ولید بن عبدالمحسن بن عبدالعزیز شخصي الوتکه د بیروت له هوايي ډګره د پرواز د چمتووالي پر وخت وپلټل شوه او په ډاګه شوه چې شهزاده یوازې د همدې توکو د قاچاق لپاره بیروت ته تللی و.
نشي توکي چې د کپتاګون له جنس څخه و په ۲۴ پلاستیکي بستو او اتو بکسونو کې ځای پرځای شوي وو. د روسیې یوې رسنۍ راشا ټوډې ویلي دا مواد د سعودي عربستان په شمال لودیځ کې یوې حایل سیمې ته انتقالیدل.
ځینو نورو سرچینو د خلطو شمیر ۴۰ ښودلی چې وزن یې له ۱۹۰۰ کیلو ګرامو اوړي. د راپور په وینا د نشي توکو ددې لوی مقدار له کشف سره د بیروت پولیسو سعودي شهزاده نیولی دی.
په سعودي او ځینو نورو عربي هېوادونو تور دی، چې لوړ پوړي دولتي چارواکي او د پاچا کورنۍ غړي د نشي توکو په کاروبار کې ښکېل دي.
Leave a Reply