سعودي حكومت خپل مخالف مشر اعدام كړ

شيخ نمر باقر النمرسعودي عربستان يوه شيعه اعتراضي شيخ نمر باقر النمر اعدام كړ. د سعودي عربستان چارواكي وايي نمر په هغو ۴۷ كسانو كې شامل وو چې د تروريستي فعاليتونو په جرم اعدام شوي دي.

شيخ نمر په ۲۰۱۲ كال كې له هغه وروسته ونيول شو چې په ښكاره يې د دغه هيواد له چارواكو د ټاكنو غوښتنه وكړه. هغه د عربستان په ختيځ كې د دولت ضد لاريون ملاتړ هم كړى و. د نمر نيول كيدو په سعودي كې شيعه ګان او د نوموړي ملاتړي سخت غوصه كړي وو او ټينګار يې كاوه چې شيخ نمر هيڅكه د تاوتريخوالي پلوى نه و.

شيخ نمر د قطفيانو مهم رهبر بلل كيده، هغه كسان چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ كلونو كې يې د عربستان په ختيځ كې د حكومت پرضد اعتراض وكړ او په دې اخ او ډب كې تر شلو پورې كسان ووژل شول. ايران د نوموړي له اعدام سره سخت مخالفت ښودلى و. د ايران ملي شورا ويلي چې دا اعدام به د سعودي عربستان له پاره ناوړه پايلې ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.