سعودي عربستان له افغان سولې سره مرسته کوي

سعودي عربستان له افغان سولې سره مرسته کوي

 

سعودي عربستان چمتو دی، چې د افغانستان د حکومت په غوښتنه د سولې خبرو کې اسانتیاوې رامنځته کړي

د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌ حمدالله محب سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال له خپل عرب سیال ډاکټر مساعد العیبان، د نوموړي هېواد د استخباراتو له رییس جنرال خالد الحمیدان او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د اسلامي هېوادونو د ائتلاف له سکرټر جنرال عبدالاله الصالح سره د جلا کتنو پر مهال لیدلي دي.

په دې لیدنو کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، له ترهګرۍ سره مشترکې مبارزې، دوه اړخیزو او په څو اړخیزو همکاریو مفصل بحث شوی دی.

د سعودي عربستان د ملي له امنیت له سلاکار سره لیدنه کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ګټورو میکانیزمونو په جوړېدو او پیاوړتیا بحث وشو.

عربستاني لوري افغانستان کې د سولې له هغه بهیر چې سیمه کې د امنیت د تامین لامل وګرځي د ملاتړ تر څنګ ټینګار وکړ، چې حکومت یې چمتو دی څو د افغانستان د حکومت په غوښتنه دې برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د اسلامي هېوادونو د ائتلاف له سکرټر جنرال سره لیدنه کې له افغانستان غوښتنه وشوه تر څو خپل استازی یاد بنسټ ته معرفي کړي، چې له نورو اسلامي هېوادونو او متحدینو سره په مشارکت، له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډې همکارۍ ترسره شي.

د یاد ائتلاف سکرټر جنرال سیمه او نړۍ کې د افغانستان ځای او ارزښت ته په اشارې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې مختلفو برخو کې به افغانستان سره همکار پاتې شي.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې پر مشترکو همکاریو د ټینګار سربېره، تروریزم سره مبارزه کې د اسلامي هېوادونو د ائتلاف د وړاندیز هرکلی وکړ.

په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه، چې یاد ائتلاف او افغان لوری به ترهګرۍ سره د مبارزې عملي پلان جوړوي او د اجرايي کېدو لپاره به یې همغږي اقدامات کوي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.