د سعودي عربستان د پوځ یو ویاند وایي که د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په بروكسل کې د غونډې پر مهال موافقه وکړي، هغوي چمتو دي چې خپل سرتيري د داعش د مقابلې په موخه واستوي.
د سعودي عربستان د پوځ ویاند برید جنرال احمد عصیري وایي هغوي د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو سره چې په سوریه او عراق کې په داعش هوایي بمباري کوي “د 2014 کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې همکاري درلوده خو اوس د خپلو ځمنکیو سرتيرو لیږلو ته هم چمتو دي.”
تمه کیږي چې د امریکا متحده ایالات به په همدې روانې میاشت کې د بلجیم په پلازمينه بروكسل کې د هغو هیوادنو د دفاع د وزیرانو سره غونډه وکړي چې د داعش په خلاف د ائتلافي ځواکونو برخه دي.
سعودي عربستان تر اوسه پریکړه نده کړې چې څومره سرتيري یې سوریې ته د لیږلو لپاره چمتو کړی خو د پوځ ویاند جنرال عصیري وایي “قوي هوډ لرو چې داعش ته ماتې ورکړو.”
سعودي عربستان د یمن په جګړې کې په زیاته اندازه ښکیل دی او د زیاتې مودې راهیسې د حوثي یاغیانو په خلاف جګړه کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت یې ملاتړ کوي د حكومت په پلوى جنګږي، د امريكا متحده ايالاتو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Leave a Reply