د سعودي عربستان کنسرت؛ نکي مناج وايي زه نه ځم

د سعودي عربستان کنسرت؛ نکي مناج وايي زه نه ځم

په پام کې وه چې نیمه بربنډه امریکایي سندرغاړې نکي مناج راتلونکې اوونۍ د سعودي عربستان په جده ښار کې کنسرټ ورکړی وای، خو هغې تازه ویلي چې سعودي ته له تګ پښېمانه شوې ده.

هغې ټینګار کړی چې سعودي کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي، نو ځکه دغه کنسرټ کې برخه نه اخلي.

دغه کنسرټ چې د سعودي عرب حکومت له خوا په جده ښار کې راجوړ شوی و، راتلونکې اونۍ ترسره کېده، چې د نکي مناج په ګډون پکې ځينو نورو نړيوالو سندرغاړو هم ګډون کاوه.

که څه هم دغه کنسرټ کې د مناج د ګډون له امله نیوکې زیاتې وې؛ خو سعودي کې چارواکو مېرمنو ته ویلي و، که ورځئ هم، خو په حجاب کې ورشئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.