سلما بند له ګواښونو سره مخ دى

12387721_10204403605924796_1985412290_nسلما بند په هيواد كې د ګوتو په شمير څو لويو مهمو پروژو څخه ده چې د نړيوالې ټولنې په همكارې حكومت ونه توانيد چې تراوسه يې د ګټې اخيستنې عملي چارې پيل كړي. كه څه هم د دې بند د بشپړيدو پروړاندې د ايران د خنډ جوړولو اټكلونه موجود وو او په دغه سيمه كې يې د خپلو كسانو په وسيله په بيلابيلو بڼو مخه نيوله، خو اوس د هرات چارواكي وايي په دې اړه ګواښونه ډير شوي دي.

دا بند چې په پام كې ده تر راتلونكو اتو مياشتو پورې يې د بند د ډكيدو چارې بشپړې شي  له وسله وال ګواښ سره مخ دى. د هرات د امنيې قوماندان وايي چې په دې سيمه كې پوليسو يو  داسې مرغه له منځه وړى چې په ځان كې يې كمره نصب شوې او ښايي ګاونډي استخبارات په دې سره د دې بند عكاسي كوله.

دا  مرغه دوې ورځې وړاندې د سلما بند د پاسه الوتنې كولې. د هرات پوليس وايي په دې مرغه نصب شوې وسيلې برښنا له لمر څخه برابروله او د جي پي اس وسيله يې هم درلوده چې كولاى شي ترلاسه كړي معلومات بل ځاى ته وليږدوي.

تراوسه روښانه نه ده چې دا وسيله د كوم هيواد له خوا چمتو شوې، د هرات د امنيې قوماندان  عبدالمجيد روزي وايي دوى په دې اړه څيړنې پيل كړې چې روښانه شي په چا پورې تړاو لري. تر دې وړاندې د سلما بند د ساتنې د كنډك قوماندان  ولي محمد رشيدي مخكې ويلي چې ايران او پاكستان نه غواړي دا بند بشپړ شي او په دې اړه د وسله والو په وسيله ګواښونه جوړوي.

هغه دغه راز ويلي و چې په دغه بند كې يې  هغه  چاوديدونكي توكي هم ونيول  چې د بند د نړولو په موخه ځاى پرځاى شوي وو. د سلما بند د ساتنې قوماندان وايي چې څو ځلې د بند په ساتونكو هم وسله والو بريدونه شوي دي.  د سلما بند د هرات په چشت ولسوالې كې موقعيت لري. د معلوماتو له مخې د دې پروژې په پيل سره به له اويا زره هكتاره ډيره كرنيزه ځمكه د خړوبولو وړ او ۴۳ ميګاواټه برښنا به توليد كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.