سليم خان كندزى وايي چورلكې وسله وال نه دي كوز كړي

سلیم خان کندزید ننګرهار والي هغه ادعاوې رد كړې چې ګڼې په دغه ولايت كې يوې چورلكې داعشيان كوز كړي دي. دننګرهار والي سليم خان كندزى وايي چې د سيمې خلكو ويلي چې يوه چورلكه د څو دقيقو له پاره ناسته كړې خو په دې اړه هيڅ شواهد نشته چې ګڼې وسله وال دې ترې كوز شوي وي او يا يې د څوك كوز كړي وي.

نوموړى وايي خلكو ته يو تشويش پيدا شوى دى. دا په داسې حال كې ده چې په ملي شورا كې د ننګرهار د خلكو استازو ويلي چې په سره رود ولسوالې كې يوه چورلكې داعش وسله وال كوز كړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.