سلګونه ښځې او ماشومان د بوکوحرام له قیده وژغورل شول

د نایجیریا پوځ د دغې ملک په شمال‌ختیځ کې بریالی شو چې د بوکوحرام د افراطي اسلامي ډلې له قیده ۳۳۰ تنه ښځې او ماشومان وژغوري. دا هغه خلک وو چې بوکوحرام تښتولي وو.

سلګونه ښځې او ماشومان د بوکوحرام له قیده وژغورل شولد فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د نایجیریا پوځ د بوکوحرام د افراطي اسلامي ډلې په دوو هډو حمله وکړه او تښتول شوي وګړي یې د هغوی له قیده ازاد کړل.

د دې تښتول شویو له ډلې څخه ۱۳۸ تنه ښځې او ۱۹۲ تنه ماشومان وو. د نایجیریا پوځ اعلان کړی چې دا پوځي عملیات د ګامبیسا د ځنګل په خواوشا کې چې د نایجیریا په شمال ختیځ کې دی اجرا شول.

د نایجیریا پوځ دا هم ویلي چې د دې عملیاتو په لړ کې د بوکوحرام د ډلې ۳۰ تنه جنګیالي وژل شوي او څه نا څه سلاح هم لاس ته ورغلې ده. ویل کېږي څلور تنه چې د انتحاري حملې لپاره یې تیاری نیولو هم په دغې برید کې وژل شوي او سلاح یې د نایجیریا د پوځ لاس ته ورغلې.

د بوکوحرام افراطي اسلامي ډلې په تېرو څو میاشتو کې د نایجیریا په شمال ختیځ کې بې شمېره خلک وژلي. د بوکوحرام سني مذهبه ډله دا هوډ لري چې په نایجیریا کې اسلامي حکومت رامنځته کړي.

له ۲۰۰۹ کاله راپه دېخوا د بوکوحرام د حملو په پایله کې تر ننه ۱۷زره عام وګړي وژل شوي او څه نا څه ۲ میلیونه انسانان اړ شوي چې خپلې سیمې پرېږدي او کډې وکړي. دغه ترهګره ډله په ورته حال کې د نایجیر په ګاونډیو هېوادونو لکه چاد او کامرون کې هم فعاله ده او حملې کوي.

تېرکال بوکوحرام ۲۱۹ تنه د ښوونځي زده کوونکې نجونې تښتولې وې چې دغې پېښې د نړیوالو د بېحده اعتراضونو سبب شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.