نيژدې سل ولسوالۍ د وسله والو له ګواښ سره مخ دي

جان کمپبلپه افغانستان کې د نړيوالو ځواكونو قوماندان جان کمپبل د امریکا د پارلمان یوې  غونډې ته په خبرو كې ويلي چې د افغانستان په اويا سلنه خاوره حكومت واك لري او نوره له وسله والو مخالفينو سره ده.

جنرال کمپبل چې د امريكا پارلمان پوځي كميټې ته وربلل شوى و وویل طالبان یوه خطرناکه ډله ده چې اوس یې خپله  جنګي  تګلاره هم بدله کړې. هغه وايي مخكې به طالبانو يوازې په اوړي او تاوده موسم كې جګړه كوله، خو اوس يي خپل تكتيك بدل كړي او په هر موسم كې جنګيږي.

د نوموړي په وينا په افغانستان كې  څه باندې ۱۰۰ ولسوالۍ یا له طالبانو سره دي او یا هم د دغه ډلې  تر ګواښ او نفوذ لاندې دي.

هغه وايي: “د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو څخه یې اته ولسوالۍ له طالبانو سره، ۱۴ یې تر نفوذ لاندې  او ۹۰ نور یې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.”

جان كمپبل وايي داعش  ډله چې په ننګرهار كې ده د  افغان دولت او نړيوالو ځواكونو له خوا  يي فعاليتونه محدود شوي دي.

هغه وویل: “موږ په افغانستان کې د داعش ډلې د پرمختګ مخه نیولې ده.” د نړيوالو ځواكونو دغه قوماندان وايي حقاني شبكه لاهم د امريكا متحده ايالاتو سخته دښمنه ده چې په نړيوالو ځواكونو پيچلي او ډله ييز بريدونه كوي.

كه څه هم چي د القاعده شبكې  مشر اسامه بن لادن وژل شوی، نور مشران او غړي یې یا نیول شوي او یا هم وژل شوي، خو بیا هم جان كمپبل وايي  دغه شبکه د امریکا او افغان حکومت لپاره خطرناکه بلل کیږي. هغه ويلي چې القاعده ځپل شوې خو له منځه نه ده تللې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.