سنا مجلس وایې له روانو حالاتو د را وتو یوازینۍ لار مو لویه جرګه ده

د مشرانو جرګې غړي د روان سياسي او امنيتي بحران د حل په هدف د لويې جرګې غوښتنه کوي او وایې له روانو حالاتو د راوتو یوازینۍ لار مو لویه جرګه ده.
سناتوران وايي، سياسي او امنيتي وضعيت د ملي يووالي حکومت له لاسه د وتلو په حال کې دی او له همدې کبله په اوسني حالت کې د لويې جرګې رابلل اړین دي.
سناتوران وړانديز کوي چې د لويې جرګې د دايرولو په هدف باید د مشرانو جرګې له ادرسه حکومت ته یو داسې سند ترتيب او وړاندې شي، چې د جرګې غړو پرې توافق او لاسليکونه کړي وي.
د مشرانو جرګې د غړو له لوري د وضعيت د ښه والي په هدف د لويې جرګې موضوع داسې مهال مطرح کېږي، چې له دې وړاندې يو شمېر سياسي جريانونو او احزابو هم له اوسني وضعيت نه د راوتلو په تړاو د ملي اجماع د رابللو غوښتنه کړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.