سنګين هم وسله والو نيولې

سنګین ولسواليد هلمند سنګین ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته لوېدلی. د  هلمند ځينې ځايي چارواکي او په مشرانو جرګه کې د دې ولايت د خلکو استازی وايي، د سنګين ولسوالۍ مرکز د وسله والو لاس ته لوېدلى دى. په سنګين ولسوالۍ کې له څو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه روانه وه. په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی وايي، سنګين ولسوالۍ تر درنې جګړې وروسته د وسله والو لاس ته لوېدلې ده.

د هلمند يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ويلي، د سنګين ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومنداني او بازار د وسله والو لاس ته لوېدلی دی. د سرچينې په وينا سلګونه امنيتي ساتونکي هم په سيمه کې بند پاتې دي.

وسله والو طالبانو هم ويلي چې د سنګين ولسوالۍ بازار او امنيه قومنداني يې نېولې او د ولسوالۍ مرکز ته د ننوتو په حال کې دي، خو په سنګين ولسوالۍ كې د ميوند قول اردو د دوهمې ليوا قوماندان جنرال عبدالودود نجرابي دا څرګندونې ردوي او وايي چې امنيې قومانداني، ولسوالي او نور تاسيسات له دولتي ځواكونه سره دي او اوس هم سخته جګړه روانه ده.

د هلمند د والي وياند عمرځواك هم وايي تراوسه په دې سيمه كې جګړه روانه ده، خو ولسوالي تراوسه له دولتي ځواكونو سره ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.