سوداګري؛ پاکستان ته د افغانستان صادرات بېساري لوړ شوي

سوداګري؛ پاکستان ته د افغانستان صادرات بېساري لوړ شوي

 

پاکستان وايي، د ۲۰۱۸ کال په دویمه نیمايي کې د افغانستان صادرات دغه هېواد ته ۲۰ سلنه زیات شوي او څه باندې ۸۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي چې د تېرکال د ورته مودې پرتله نږدې ۱۵ میلیون ډالره زیاتوالی ښکاره کوي.

د پاکستان د دولتي بانک لخوا د تازه خپرو شویو شمیرو پراساس، افغانستان ته بیا د پاکستان صادرات نږدې ۱۸ په سلو کې کم شوي دي.

د ۲۰۱۸ کال له جولای د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر تر وروستۍ نېټې افغانستان ته د څه باندې ۶۰۸ میلیون ډالرو په ارزښت توکي له پاکستان څخه وارد شوي دي، په داسې حال چې د وړم کال ورته مودې پرمهال د نږدې ۷۴۰ میلیون ډالره په ارزښت توکي له پاکستان څخه افغانستان ته واردات شوي وو.

د پاکستان دولتي بانک وايي، چې په تېر ډسمبر میاشت کې له پاکستان څخه افغانستان ته د څه باندې ۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت توکي استول شوي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې د ۱۶۳ میلیون ډلرو په ارزښت پاکستاني توکي افغانستان ته دننه شوي دي.

پاکستان وايي چې له افغانستان څخه د ورتلونکو توکو کچه د تېرکال د نومبر میاشتې پرتله په ډسمبر کې دوه نیم په سلو کې زیاته شوې

په ټوله کې پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي او له پا کستان څخه واردات کم شوي دي.

عبدالمالک عاصم

Leave a Reply

Your email address will not be published.