سوريه كې اوربند عملي شو

امنیتد ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوريه كې اوربند تصويب كړ. د امنيت شورا د سوریې په کړکېچ کې له ټولو ښکیلو لورو غوښتي چې اوربند ته درناوى وكړي او د سولې خبرې پيل كړي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دیمیسټورا وايي که اوربند ټینګ پاتې شي نو ډېرې مرستې به سوریې ته ورسږي او د مارچ میاشتې په اومه به په جینوا کې د سولې خبرې له سره پیل شي.

  دیمیسټورا د امنیت په شورا  غونډې ته ويلي د سولې بهیر ته د زیان رسولو ډيرې هڅې به وشي خو دوی چمتو دي او پر دوی اغېز نه شي کولای. د هغه په وینا هر اوربند له ستونزو سره مخامخ کېدای شي ځکه نو باید د ستونزې د هوارې په اړه خبرې وشي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالات وايي د دې وخت دی چې مسکو په سوریه کې د جګړې د پای ته رسیدو په اړه خپل جدیت وښيي او پر منځلارو مخالفو ډلو خپل بریدونه ودروي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سمانتا پاور وویل شوی اوربند د سوریې کړکېچ ته د حل لارې د پیدا کولو په خاطر یو ښه فرصت دی.د نوموړې په وینا دا اوربند به د سوریې د خلکو په ژوند کې ژور بدلون رامنځ ته کړي.

د سوریې اصلي مخالفه ډله وايي چې شاخوا سلو یاغي ډلو اوربند ته د درناوي ویلي دي.بله خوا روسیه وايي چې له اوربند سره سره به د ترهګرو ډلو پرضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.