سوريه كې دولتي ځواكونو پرمختګ كړى

سوريه - حلپد سوريې دولتي  ځواكونو د حلب ښار په څنډو كې ځينې سيمې ونيولې. دا سيمې د روسيې دهوايي ځواكونو په ملاتړ نيول شوې دي. روسيې ويلي په سوريه كې به له بلواګو سره اوربند د ګټې پرځاى زيان واړوي.

د سوريې په مسله كې د هيوادونو اختلافونو د مونيخ په ناسته هم سيورى كړى و. روسيې د فرانسې دا ادعا رد كړې چې ويلي يې و دا هيواد په سوريه كې ملكي موخې په نښه كوي.

په همدې وخت كې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كري روسيه يوځل بيا تورنه كړه چې په سوريه كې ملكي خلك او د سوريې د دولت مخالفې ډلې ځپي.

جان كري وويل: (روسيه بايد د اوربند د ډلې د هوكړې مطابق خپلې موخې بدلې كړي.)  له بلې خوا د تركيې د بهرنيو چارو وزير ويلي په سوريه كې به د داعش پرضد د سعودي عربستان او تركيې ګډ ځمكني عمليات پيل شي. هغه ويلي كه اړتيا شي دا دواړه هيوادونه به خپل سرتيري سوريې ته ننباسي.

دا په داسې حال كې ده چې تردې وړاندې د روسيې لومړي وزير خبردارى وركړى و چې سوريې ته به د سرتيرو استول د نړيوالې جګړې لامل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.