د امنیت شورا غړو پر سوریه د امریکا برید سخت غندلی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو په بیړنۍ ناسته کې پر سوریه د امریکا خپل سری توغندیز برید په کلکو ټکو غندلی دی.

په امنیت شورا کې د روسیې استازي وویل، پر سوریه د امریکا برید د ترهګرۍ په ګټه دی، او د هغوی پرضد ترسره شوی، چې له کلونو راهیسې د ترهګرۍ پرضد جګړه کوي.

د روسیې استازي وویل: ددې سربیره چې دا برید غندو واشنګټن، لندن او پاریس جدي لګیا دي، چې د سوریې قانوني دولت رانسکور کړي.

ده په شورا کې د انګلیس استازي ته وویل: پر روسیه له توهمتونو لګولو او دروغو لاس واخلئ. ده وویل، نړۍ څو قطبي شوې ده او نشی کولای په هماغه پخوانۍ طریقه کردار ولوبوی. د روسیې استازي وویل: تاسو په خان شیخون د حملې په تړاو له تحقیقاتو ویریږی، خو ولې مو د موصل په هکله خوله پټه نیولې؟ ایا د هغې ځای قربانیان دویمه درجه انسانان دي؟
روسیې په امریکا غږ وکړ، چې له تجاوز لاس واخلی او د سوریې د ناورین د حل لپاره په سیاسي پروسه کې برخه واخلئ.

ولادیمیر سافرانکوف د سوریې په یوه پوځي اډه د امریکا د جمعې د ورځې برید پر یو خپلواک هېواد یو نامشروع تجاوزي عمل وګڼلو او دا یې په سیمه کې له ترهګرۍ سره مستقیمه مرسته تلقي کړه.


په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفیر مرستیال سافرانکوف وویل: پرسوریه د امریکا ددغه برید عواقب د سیمې او نړۍ لپاره ډير جدي عواقب لرلی شي. دده په خبره دا برید د روسیې او امریکا ترمینځ د هغه هوکړې خلاف دی، چې دواړو هېوادونو له وړاندې د سوریې په فضايي حریم کې د امنیتي تقابل د مخنیوي لپاره کړې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.