سوله؛ تر ۲ اونیو به د حکومت او طالبانو خبرې پیل شي

سوله؛ تر ۲ اونیو به د حکومت او طالبانو خبرې پیل شي

تر راتلونکو دوو  اونیو به د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

د سولې په چارو کې د ودلت وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د حکومت د هڅو په پایله کې ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو اونیو د طالبانو او حکومت د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

امکان شته چې دغه خبرې په یو اروپايي هېواد کې وشي.

خبرپاڼه کاږي چې د مذاکراتو لپاره د یو ۱۵ کسیز لیست پر جوړېدو کار روان دی.

د وزارت د خبرپاڼې پر اساس، د پلاوي غړي به له هغو کسانو ټاکل کېږي چې د قطر په وروستۍ افغان منځه غونډه کې يې برخه اخېسته وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.