سوله؛ محب او خلیلزاد پرې غږېدلي دي

سوله؛ محب او خلیلزاد پرې غږېدلي دي

د هېواد د ملي امنیت سلاکار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره د سولې بهیر په پرمختګونو بحث کړی دی.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په افغان سوله خبرې کړې دي.

دواړو خواوو د سولې بهیر، د دواړو خواوو ترمنځ په مشترکې همغږۍ او افغانستان کې د سولې او ثبات تامین په هدف په نړیوالې اجماع بحث او نظریات شریک کړي دي.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو کې د اسانتیاوو په خاطر د امریکا د متحده ایالتونو له رغنده رول او  دې برخه کې د زلمي خلیلزاد د هڅې ستایلي او ټینګار يې کړی، چې افغانستان کې د سولې راتلو لپاره بشپړه اجماع شتون لري.

دواړو خواوو همدا شان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر په پیلېدو ټینګار وکړ.

محب ویلي، اوس مهال د افغانستان امنیتي قواوو له ملي ارزښتونو د ساتنې برخه کې خپل نظامي قدرت ثابت کړی دی.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.