داوودزی: سولې ته زښته زیات نږدې شوي یو

داوودزی: سولې ته زښته زیات نږدې شوي یو

داوودزی: سولې ته زښته زیات نږدې شوي یو

د سولې عالي شورا د دارالنشاء نوي ریس او د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي وویل، له طالبانو سره د سولې د خبرو توافق ته نږدې شوي یو او حکومت به ژر د توافق د مسودې په جوړېدو کار پیل کړي

داوودزي وویل، د افغان حکومت پر وړاندې د پاکستان او طالبانو سیاست زښته زیات بدل شوی دی او دا یو ښه فرصت دی، چې باید مونږ ترې ګټه پورته کړو

د ولسمشر ځانګړي استازي وویل، که د سولې په نوم هر حرکت پیلېږي، نو په راس کې به یې یوازې د سولې شورا وي او دوی به یې مشري کوي

داوودزي د اماراتو ناستې ته په اشارې وویل، که څه هم په دغه ناسته کې د حکومت استازي نشته دي او له بهرنیانو سره د طالبانو مذکرات دي؛ خو بیا هم دغه بهیر کې یو لوی پرمختګ دی.

د داوودزي په خبره، د افغانستان مسله زیاته پېچلې ده، سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري، نو ځکه یوازې د سولې شورا او قطر دفتر په هڅو دغه مسایل نه حل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د سولې بهیر لپاره نړیواله اجماع جوړه شوې، په ملي او سیمه ییزه اجماع کار روان دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.