روسیه: افغانستان کې له پاکستان سره مشترکې ګټې لرو

روسیه: افغانستان کې له پاکستان سره مشترکې ګټې لرو

روسي او پاکستاني چارواکو پر افغان سولې بهیر خبرې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې سرګي لاوروف او شاه محمود قریشي د افغانستام د سولې بهیر تر بحث لاندې نیولی دی.
سرګي لاوروف ویلي، افغانستان کې یې ګټې له پاکستان سره مشترکې دي.
لاوروف همدا شان د افغانستان د ستونزو پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، باثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی
شاه محمود قریشي، افغانستان ته له راتګ وروسته چین ته ولاړ چې له هغه ځایه روسیې ته تللی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.