مېلر: ۲۰۱۹ کال کې د سولې فرصت شته دی

مېلر: ۲۰۱۹ کال کې د سولې فرصت شته دی

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، ۲۰۱۹ کال به افغانستان کې د سولې کال وي او دغه بهیر لپاره زیات فرصتونه موجود دي

په ورته وخت کې د ناټو ویاند په کابل کې له امریکایي ځواکونو سره د نوي کال د لمانځلو په مهال افغانستان کې سولې ته هیله ‌مندي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې ۲۰۱۹ کال کې د افغان سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی، څو ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

ناټو دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې سعودي عربستان د افغان سولې لپاره د یوې مهمې غونډې کوربه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.