سولې شورا: سولې ته نږدې شوي یو

سولې شورا: سولې ته نږدې شوي یو

 

د سولې عالي شورا ویاند نن دو شنبه کابل کې یوې خبري غونډې نه وینا کوله وویل: تر راتلونکو ۵ میاشتو به د سولې برخه کې زیات پرمختګ وشي او له طالبانو سره به مخامخ خبرو ته زمینه مساعده شي.

سولې شورا همدا راز ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه بل هېواد پرېکړه نه شي کولای او په دې برخه کې به یوازې افغان حکومت او طالبان خبرې کوي.

د سولې شورا د ویاند په خبره، د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی سبا ځي چین ته او هلته به د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړي.

چین څه موده مخکې ژمنه کړې وه چې له افغان سولې بهیر به ملاتړ کوي.

داوودزی تېره اوونۍ پاکستان ته هم تللی و

Leave a Reply

Your email address will not be published.