سياف وايي جګړې ته چمتو دي

سیافد افغانستان جګړه، د طالب او داعش جګړه نده، بلکې دا له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان د بهرنیو يرغل دی. عبد رب رسول سیاف د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، اوسنۍ جګړه د اسلام او هېواد لپاره نده بلکې وسله وال مخالفین د نورو د ګټو لپاره جګړه کوي.

د حراست او ثبات د مشرتابه شورا دغه غړي په كابل كې يوې ناستې ته  وویل له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان د بهرنیو يرغل دوام لري او اوسنۍ جګړه د طالب او داعش یا نورو وسله والو ډلو نه بلکې دوی د نورو په اشاره په افغانستان کې جګړه کوي.

ښاغلی سیاف وايي مجاهدینو ته دې له هېواده د دفاع لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای د جنګېدو اجازه ورکړل شي څو وسله والو مخالفینو ته  ماتې وركړي. سياف وايي د افغان حکومت لخوا د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي خو د دې پروسې پايله بايد د افغانستان ملي ګټې په پام کې ساتل او د جګړې پاى ته رسول وي.

سياف وايي چې د سولې شورا د غړو په ټاكنه كې ورسره مشوره نه ده شوې. دغه  پخوانى جهادي رهبر ټینګار کوي چې د نظام د سقوط په لټه کې ندی او كه  هر بل څوک که دغه ډول هوډ ولري، د حراست او ثبات شورا له غبرګون سره به مخ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.