سي آی اې د سولې تر توافق وروسته د سرتېرو پاتې کېدو غوښتنه کړې

سي آی اې د سولې تر توافق وروسته د سرتېرو پاتې کېدو غوښتنه کړې

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۲۱ مه:

د امریکا استخباراتي ادارې یا سي آی اې ویلي، له طالبانو سره د سولې تر توافق وروسته هم افغانستان کې د امریکایي سرتېرو موجودیت اړین دی.

امریکايي فارین پالیسۍ نشریې لیکلي: له طالبانو سره د سولې توافق لیک کې د سرتیرو وتل یوه برخه ده، خو سي آی اې غوښتنه کوي چې امریکا باید دغه هېواد کې خپل پیاوړی نظامي حضور ولري.

سپوټینک خبري آژانس د فارین پالیسۍ له قوله لیکلي، سي آی اې وايي چې هېڅکله به امریکایي سرتېري په بېړه له افغانستانه ونه وځي.

که څه هم طالبان ټینګار کوي چې امریکایي سرتېري دې ژر افغانستان پرېږدي، خو فارین پالیسۍ د سي آی اې د مسوولینو له قوله لیکلي چې امریکا په نږدې راتلونکي کې د خپلو سرتېرو اېستلو هېڅ پلان نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.