سټولټنبرګ: افغانستان به بیا د ترهګرو ځاله ونه ګرځي

سټولټنبرګ: افغانستان به بیا د ترهګرو ځاله ونه ګرځي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبنرګ د ترکیې له جمهور رییس رجب طیب اردوغان سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

 

سټولټبنرګ ویلي، اجازه به ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن ځالې بدل شي.

 

هغه همدا راز له ترکیې مننه کړې چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې يې له افغانستان سره مختلفو برخو کې مرسته کړې ده.

 

نوموړي ټینګار کړی چې ترکیه له افغانستان سره له لویو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی او باید د سولې بهیر کې رغنده رول ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.