سټولټنبرګ: افغانستان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوی د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د افغانستان د سولې بهیر کې زیات پرمختګ شوی دی او دغه هېواد د سولې یو توافق ته نږدې دی. هغه د ناټو سازمان د غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو د غونډې له پیلېدو مخکې خبري کنفرانس ته ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان د سولې له پروسې ټینګ ملاتړ کوي او په دې برخه کې ګډ کار ته ژمن دي. نوموړي ټینګار کړی چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه به له افغانستان څخه د سیاسي ملاتړ تر څنګ، د افغان ځواکونو ملاتړ، تمویل او تجهیز ته همداشان دوام ورکړي. د ناټو سازمان د غړیو هېوادونو په ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد بروکسل ته تللی دی.
Leave a Reply