سټولټنبرګ: داعشیان هڅه کوي افغانستان کې خلافت ایجاد کړي

سټولټنبرګ: داعشیان هڅه کوي افغانستان کې خلافت ایجاد کړي

د ناټو سر منشي یسن سټولټبنرګ د ناټو د غړویو هېوادونو د دفاع  وزیرانو غونډې ته ویلي، داعش هڅې پیل کړي چې افغانستان کې د ځان لپاره خلافت ایجاد کړي.

هغه ټینګار کړی چې داعش ډلې سوریه او عراق کې خپلې ساحې له لاسه ورکړي او اوس په دې کوښښ کې ده چې افغانستان کې خپل مرکز وګرځوي.

نوموړي ویلي له طالبانو سره د سولې توافق باید دا هم ضمانت کړي چې له دغه هېواد به امریکا او ناټو ته کوم ګواښ نه پېښېږي.

هغه د افغانستان حکومت ته په خطاب کې ویلي، تاسو ته زموږ پیغام دا دی چې ناټو به تاسره سره اوږه په اوک ولاړه وي.

سټولټنبرګ خوښي ښودلې چې افغان امنیتي ځواکونه له بل هر وخت پیاوړي شوي دي.

نوموړي څرګنده کړې چې مونږ افغانستان کې د سولې د توافق په هڅه یوو، نه د سرتېرو اېستلو.

د ناتو عمومي منشي د دفاع وزیرانو له ناسې وروسته یوې خبري ناستې ته څرګنده کړه، چې دغه سازمان افغانستان ته بشپړ ژمن دی. مونږ به په افغانستان کې تر هغې وو، چې ورته اړتیا وي او مونږ ته ترې کوم ګواښ هم نه وي. مونږ له امریکا سره یو ځای افغانستان ته تلي یو او یو ځای به ترې وځو.

هغه ویلي افغان حکومت د افغانستان د امنیتي ځواکونو رهبرۍ ته وړ کسان ر اوستي دي او دغه کار مثبته پایله ورکړې ده.

د ناټو سر منشي ټینګار کړی چې افغانستان کې اوس وضعیت تغییر کړی دی او افغان ځواکونو زیاتې سمې له طالبانو نیولې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.