له سپر وړاندې پاټریک شاناهان د امریکا د دفاع وزارت سرپرستي کوله چې تېره اوونۍ خپله دنده پریښوده او له پنټاکون سره يې مخه ښه وکړه.
مارک سپر د امریکا درېیمه پوځي څېره ده چې د ډونلډ ټرمپ د حکومت په پېر کې د دفاع وزارت د سرپرست په توګه معرفي کېږي.
له پاټریک شاناهان مخکې، جېمز مټيز د امریکا د دفاع وزارت سرپرستي په غاړه لرله.
سپر پر داسې مهال د امریکا دفاع وزارت سرپرستۍ ته معرفي کېږي چې د واشنګټن ـ تهران ترمنځ اړیکې خورا خرابې شوې دي او تازه ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه هم راغورځولې ده.
بهرنیو رسنیو ویلي، ټرمپ پر ایران د برید امر کړی و، خو له برید لس دقیقې مخکې بېرته پښېمانه شو.
د ټرمپ په وینا، پر ایران برید د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو په ځواب کې ترسره کېده
Leave a Reply