سپین بولدک کې په سرحدي کمیسیارې برید شوی

کندهارپه کندهار کې د سرحدي پولیسو په کمیسیارې د وسله والو برید د پنځو برید ګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی. دا برید نن له غرمې وروسته پیل شو. د کندهار د والی ویاند صمیم خپلواک واییي  برید ګر پنځه تنه وو چې ټول وژل شوي دي.

هغه وایی  برید صفري نقطې ته څېرمه له دوستۍ دروازې سره شوى دى چې يوه ډله وسله وال د کمیسیارې په نامه د سرحدي ځواکونو يوې ودانۍ ته ننوتل اوله امنيتي ځواکونو سره يې جګړه پيل کړې.

نوموړی وایی په دغه برید کې دوه سرحدي پولیس هم وزل شوی او پنځه نور ټپیان دي . هغه وایی په دې پیښه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د برید مسولیت تراوسه چاپرغاړه نه دی اخیستی.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.