سږكال پنځوس تنو ځان وژنه كړې

ځان وژلپه بلخ كې د ځان وژنې پيښې ډيرې شوې دي. په بلخ كې د عامې روغتيا مسولين وايي چې په دغه ولايت كې د ځان وژنې پيښې ډيرې شوې دي. دا چارواكي وايي په روان كال كې په دغه ولايت كې نيژدې نوي تنو د ځان وژنې هڅه كړې چې ۵۰ تنو يې ژوند له لاسه وركړى او تر ۳۵ پورې نور له مرګ ژغورل شوي دي.

په مزاشريف كې د يوه روغتون مشر وايي په روان كال كې دغه روغتون ته د بيلابيلو پيښو له امله د مړو شويو ۵۰۰ جسدونه ليږدول شوي چې په ترتيب سره  ډيرو يې د ترافكي پيښو، ځان وژنې او وينې د لوړ فشار له امله ژوند له لاسه وركړى.

اروا پوهان له سزا تيښته، روانې ستونزې، بې وزلي، خفګان او ټولنيز محروميتونه د ځان وژنې لوى لاملونه ګڼي. د عصبي ناروغيو متخصصان وايي چې له اروايي ناروغانو سره بايد داسې چلند وشي چې دوى ځان په ټولنه كې ګوښي احساس نه كړي.

ويل كيږي چې د ځان وژنې ډيرې پيښې په ځوانانو او ځانګړې توګه نجونو كې كيږي. ګواښل، له كوره تيښته، جبري ودونه، زده كړو ته نه پريښودل هغه څه ګڼل كيږي چې وايي له امله يې يو شمير نجونې ځان وژنې هڅه كوي.

د اسلام ديني ځان وژنه لويه ګناه بللې او له خپلو پيروانو يې غوښتي چې له دغه كار ډډه وكړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.