سږنۍ عاشورا ترسیاسي مانور زیاته په عبادت ولاړه وه

عاشوراسوکه سوکه هغه سیالۍ خپل رنګ بایلي‌چې بهرنیو سفارتونو پکې افغاني داخلي چارې تر سیوري لاندې راوستې او د سیاسي لاسوهنو لپاره یې عیارې کړې وې.

درې کاله وړاندې د عاشورا د لمانځنې لپاره په تورو جنډو او بیرغونو شپږ بار لارۍ د هرات په تور غونډۍ راواوښتې او په کابل، هرات، مزار، بامیانو، او غزني کې په لویو لارو او دروازو ځوړند شوې. د شعیه راډیکالو زلمیانو لپاره دا یو په زړه پورې فرصت و، چې د افغانستان د کورنۍ جګړو د یو تاجک قهرمان احمدشاه مسعود د تلین په شان په افغانستان کې د نفوذ غوښتنې او برترۍ په لوبه د بوختو قومونو له جذباتیانو سره په دې توګه سیالي وکړي. خو سږ کال په عاشورا کې بیرغونه تور ندي، د کابل په اکثرو لارو او سړکونو کې درې رنګه بیرغونه چې حسین په لیکلي ځوړند دي. دا درې رنګه بیرعونه په مجموع کې د افغانستان د منل شوي ملي بیرغ رنګونه تشکيلوي‌او د شعیه عذادارانو مانور په ایماني عبادت بدلوي.

د تکیه خانو مخې ته امنیتي تدابیر نیول شوي دي. خپله شعیه زلمیان هم په منظم ډول د تکیه خانو او عبادت ځایونو په امنیت کې دداوطلب انظباطاتو په بڼه له افغان پولیسو سره مرسته کوي. سره له دې چې د کابل په ځینو سړکونو د هزاره زلمیانو موټرونه او بیرغ لیږدونکي موټرسایکلونو کاروانونه لیدل کېږي خو دا هرڅه د تېرو کلونو په نسبت ضرر رسونکي او مزاحمت ایجادونکي ندي.

د شعیه عزادارانو پروړاندې د نورو خلکو غبرګون هم د نورو کلونو په نسبت عادي دی. په خواله رسنیو کې د شعیه ګانو د عبادت او محرم د لمانځنې په تړاو پاسته انتقادونه جریان لري، چې هغه هم ددوی په چړو وهل او ینې بهیدل دي، خو په ټوله کې ددوی په مانور او سیاسي استفادې انتقادونه خورا محدود دي. په افغانستان کې د شعیه عزادارانو په اړه ترټولو لویه نیوکه داوه چې ایران له دې لارې خپل مذهبي او فرهنګي یرغل ته دوام ورکوي او په کرار کرار غواړي افغانستان د شعیه حوزې په توګه په سیمه کې معرفي کړي.

په تېرو کلونو کې ایران او د امام خمیني بنیاد، ځینو مذهبي حلقو ، د ایران سفارت او سپاه پاسدارانو په افغانستان کې سخت دریځو شعیه ملایانو او ځینو راډیکالو ځوانانو ته امکانات ورکول چې د شعیه مذهب یوه هنګامه جوړه کړي او په دې توګه په ډاګه کړي چې تر نیمايي په زیات افغانستان کې هغه سیمې چې شعیه پکې اوسېږي، ترنورو خلکو او سني مذهب اکثریت دي. خو په په سږني کال کې له مذهبي محرم څخه د سیاسي‌استفادې رنګ کم ښکاري.

ځینې سیاسي شنوونکي وايي، د افغانستان قومي جوړښت د ګنډلي او یو موټي ملت لپاره خورا غښتلی دی، ددوی په باور هروخت د افغانستان له قومي، ژبنیو او مذهبي مسایلو او نزاکتونو ګاونډیو هیوادونو ناوړه استفاده کړې ده. دوی وايي په سږني محرم کې په ډاګه شوه، چې کله د بهرنیو استخباراتو توجه په افغانستان کې تخریشي مسایلو ته کمه شي، یا بودجه نه وي، یا دین او ژبه له سیاسي ناوړه استفادې راووځي نو هله سړی متيقن کیدای شي چې افغانستان یو غښتلي ملتي جوړښت لري او وړې مقطعي پېښې نشي کولای د افغانستان ملت زیانمن کړي.

افغانستان د سیمې په کچه د مذهبي او نورو فرهنګي اجتماعي ازادیو ترټولو بې مثاله خاوره وه، خو په افغانستان کې کورنیو جکړو او نیابتي سیالیو چې د ګاونډیو د ځرو ترمنځ په افغانستان کې په اویایمه لسیزه کې رامنځ ته شوې ددې سبب شوې چې خلک د برترۍ په یوه خطرناکه لوبه کې سره کېوځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.