د سیاسي ګوندونو خپلمنځي ناستې روانې دي

د سیاسي ګوندونو خپلمنځي ناستې روانې دي

له تېرو دوو اونو راهېسې  مطرح سیاسي ګوندونو د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو، له یو بل سره ناستې پیل کړې دي

تر اوسه یو سیاسي ګوند هم نه دی توانېدلی چې له یو ځانګړي نوماند ملاتړ وکړي او یا هم کوم ځانګړی نوماند وړاندې کړي

داسې اوازې دي چې جمعیت ګوند صلاح الدین رباني د ولسمشرۍ ټاکنو ته وړاندې کړی دی؛ خو لا هم تر اوسه دغه خبر نه دی کره شوی

تېره شپه د حزب اسلامي مشر هم د جنبش ګوند له مشر سره کتلي دي

جنبش ګوند وايي، ګلبدین حکمتیار له جنرال دوستم سره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو خبرې کړې دي

یو شمېر نورې سرچینې بیا وايي، دوه ستر مطرح ګوندونه به نن د ورځې تر پایه له یو ځانګړي نوماند څخه د ملاتړ په اړه رسنیو ته جزییات ورکړي

Leave a Reply

Your email address will not be published.