سیاف: افغانان د پت سوله غواړي

سیاف: افغانان د پت سوله غواړي

 

پخواني جهادي مشر استاد سیاف ویلي: افغانان داسې سوله غواړي چې عزت او وقار يې په کې خوندي و ي.

استاد سیاف دغه خبرې له زیات وخت و روسته کړې دي.

د استاد سیاف په خبره، افغانستان د افغانانو کور دی او هېڅوک نه شي کولای چې په برخه لیک یې لوبې ترسره کړي.

د هغه په وینا داسې سوله راتلونکې ده چې د افغانانو مبارزې به په هغه کې رنګ راوړي او د ټولو هيلې به پوره شي. نوموړي پر ټولو لورو غږ کړی چې د جګړې او پردیو په اشاره د خپل هېواد د ورانولو ډرامه پرېږدي بلکې د خپل هېواد د جوړولو لپاره دې د سولې لار غوره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.