سیتا قاسمي د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو ښوونځی جوړوي

سیتا قاسمي د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو ښوونځی جوړوي

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: د پوهنې وزارت او سیتا قاسمي تر مینځ د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت نجونو لپاره د یوه باب ښوونځي جوړولو تړون لاسلیک شو.

د پوهنې وزیر میرویس بلخي د سیتا قاسمي دغه ګام ستایلی دی او د افغانستان ماشومانو ښوونې او روزنې لپاره د وتلو څيرو د ډیرې پاملرنې غوښتنه يې کړې ده.

بلخواسیتا قاسمي د یاد تړون لاسلیکولو پر مهال ژمنه وکړه چې د افغان ماشومانو ښوونې او روزنې په ګټه به د پوهنې وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې سیتا قاسمي د نجونو لپاره یاد ښوونځي به د ښوونې څخه په یوه محرومه سیمه کي، د ښوونځي څخه لري او بي برخو ماشومانو لپاره جوړ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.