سید اباد، د اور پر کرښه د ژوند کیسه

د وردگو ماشوماندلته به خلکو ویل، د تنظیمي‌ جګړو او طالبانو په دواران کې یوازینی ولایت چې نارینه نسل یې نالوستی پاتې نشو، هغه د وردګو ولایت دی. خبره سمه وه، داسې کوم تنظیم پکې نه و،‌چې جنګیالي‌ یې په خپل منځ کې یا د نورو جنګي ډلو پرضد مورچلې ونیسي. دعربو یوې خیریه ټولنې هلته ښوونځي پرانستي ‌وساتل او کلنیکونه یې اکمالول.

۲۰۰۱ کال چې په نور افغانستان د ابادۍ او تعلیم پروسه پیل شوه، د وردګو ورځ توره شوه، په لومړیو کلونو کې کاري ځواک کابل ښار ته په تعلیم یا روزګار پسې راغی خو وروسته ښاري‌ سهولتونو او بوختیاوو هغوی اړ کړل، چې له کابله ځانته وردګ جوړ کړي.

په ۲۰۰۴ کال چې کابل – کندهار سړک جوړ شو او د بهرنیو ځواکونو اکمالاتي کاروانونه نورو ولایتونو ته چالان شول، په وردګو کې حالات ترینګلي شول. له باګرام څخه د تیلو او لوجستیک قراردادیانو خپل منځي سیالي له کاري کیفیت نه د جنګ برید ته ورسوله. قراردادیانو هلته خپلې وړې جنګي ډلې اول د محافظتي او بیا وروسته د طالبانو په نوم پراخه کړې. دې کاروبار وزګار ځوانان جذب کړل او هر قراردادي خپل طالب نما ناقانونه وسله وال درلودل.

کله چې به د کوم قراردادي حریف له باګرامه د لوجستیک قرارداد یا د یوې پېرې تیلو رسولو پارچې واخستې، بلې ډلې به په سیمه کې د طالبانو په نوم ناقانونه وسله والو جنګیالي ورته کېنول او اکمالاتي توکي به یې د غزني – میدان په منځ کې وسوځول. بل قراردادي به د خپل حریف د ځپلو لپاره د خپلو اجورتي جنګیالیو په مرسته بله ورځ د هغوی کاروان په نښه کړ.

په لومړیو کې ناټو مداخله کوله د خپلو اکمالاتي‌ کاروانونو حفاظت یې خپله کاوه، خو وروسته چې تلفات زیاتېدل نو یې سیکیوريټي شرکتونو ته د خپلو کاروانونو امنیت په اجاره ورکړ. د امنیتي شرکتونو وسله وال ځواک له هغو کسانو جوړ و، چې په تنظیمونو کې یې د جنګ تجربه لرله،‌ بې تعلیمه وو او د خلکو په وژلو یا د ماشې په کشکولو کې د یوې ساه په اندازه هم له احتياطه کار نه اخست. هیڅ داسې ورځ نه وه، چې له کابله یا برعکس له کندهاره به کابل ته د بهرنیو ځواکونو اکمالاتي کاروان نه راته، هیڅ داسې ورځ هم نه وه، چې په سیداباد لویه لاره کې به په کاروانونو لمبې نه بلېدې.

په قراردادیانو کې وردګ سوداګر هم وو، چې د پخواني جمیعت له قوماندانانو سره یې شراکتونه او معاملې لرلې. دوی هغه جګړه تقویه کوله چې د خپل کاروان د سالم رسېدو ضمانت یې کاوه او هم د تجارتي حریف له صحنې په ایستلو یې تاثیر درلود.

تر ۲۰۰۹ کال پورې تر ۳۶۰۰ ډېر ټانکرونه او کانټینرونه د سیداباد په سیمه کې ایره شوي وو، د امنیتي شرکتونو جنګیالیو به د ځان له وېرې خپلې ماشینګڼې د کلیو دېوالونو ته سیخې کړې، هم د طالبانو له خوا او هم د سیکیوريټي کمپنیو د جنګیالیو له خوا هره ورځ اته ترلس کسان ښځې، ماشومان او ځوانان وژل کېدل. دې وضعیت په سیمه کې د عقده منو جنګیالیو دنویو ګروپونو د جوړولو انګېزه رامنځ ته کړه، طالب له همدې موقع استفاده وکړه او ځايي عقده من ځوانان یې په ځان راټول کړل. په ۲۰۱۰ کال کې وردګ ولایت د طالبانو ترټولو غټ پناځای وو، چې ماینونه پکې جوړېدل، نوې وسلې ورته راتلې، بهرني جنګیالي ‌سیمې ته راغللي وو او له روزګانه تر زابل او غزني د ټولې سیمې طالبان په همدې ځای کې د قدرت او شوکې په جګړه بوخت وو. دا سیمه نوره د جنګ لومړۍ کرښه وه، چې غټانو ته پکې پیسې وې او عادي جنګیالیو ته پکې د جهاد، شهادت او ځان ژغورنې افسانه.

بهرنیان هم په دې خونړۍ معامله کې بې غرضه نه وو، داسې ډېرې بېلګې شته چې په ویشتل شوو کانټينرونو کې به یوازې یو سپی بار و، یا یو کارتن د برګر غوښه. د ځايي خلکو په وینا داسې بېلګې شته چې له کابله کندهار ته په تلونکي کانټینر کې به یوازې یو کارتن معدني اوبه بار وې او هم له ګرم کندهار څخه ساړه کابل ته په راتلونکې لارۍ کې یوازې څو بوتله معدني اوبه. له داسې بېلګو تردې پرته چې جګړه ګرمه وساتل شي او خلک پکې سټ شي بله څه نتیجه اخستل کېدای شي؟

د تیلو انتقالات هم توره تجارتي‌ معامله وه؛ له باګرامه تیل اخستونکي ټانکر به د هغوی د مالکانو په لارښوونه یا ډریور پخپل سر کوم شخصي پمپ ته ودرول، ټانکر به یې تش کړ، یوازې یو بیرل تیل به یې تر سیداباده ورسول او هلته به سازماندهي ‌شوې جګړه کې کانټینر ایره شو- د تیلو غلا به پټه شوه.

امنیتي ارګانونو له سره د اور کرښې ته ځانګړې توجه ونکړه، لس کاله یې د سیداباد پرسړک د بلو لمبو رڼاګانو ته د اورلوبې په سترګه وکتل. ډېر ځله ځايي خلک په شکایت راغلل خو کله هم دولت نه خپله داغږ واورېد او نه یې بهرنیان په دې پوه کړل: (هغه تېل چې تاسو لېږدوی، د سیداباد د خلکو هډونه نینه کوي او هلته په لوګیو توره شوې فضا د ځايي خلکو ساه بنده کړې ده).

سیداباد یو وچه للمه سیمه ده، اوبه یې د کاریزونو دي او غرني پټي او باغونه یې د زړه په وینو خړوبیږي. خلک په دنګو خټینو کورونو کې  دوولس کاله محاصره دي، دکال په اوږدو کې د ورځو په تناسب له ژمنۍ رخصتۍ پرته درې میاشتې ښوونځي تړلي، نجونې مکتب نلري، کروندې له کاره ولوېدې، باغونه وچ شول، بزګر ځان نشي ساتلی پټی او د باغ ونه به څنګه وساتي، او ترټولو تیره داچې سلګونه کسان د هغو کلنیکونو په دروازو کې په سړو مرمیو وژل شوي، چې دوی به د عادي ناروغۍ د تداوی لپاره ورغلي وو.

په سیداباد کې ددښمن او دوست تفکیک نه کېږي، مرمۍ له هرې خوا راځي او هره لحظه د هرهغه سړي د مرګ خطر دی، چې په دې خونړۍ سیمه کې اوسېږي نه د طالب له زوره دی نه د سرکار. طالب د کور له شانه ډزې کوي او دولتي ځواکونه له پوستو او لویو لارو د خلکو د کورونو دیوالونو ته ټوپک او راکټ ونیسي.

تاسو چې کومې پېښې د لومړي ځل لپاره غمجن کړی، دا پیښې هره ورځ کېږي، داسې ورځ په تېرو دوولس کلونو کې کله هم په سیداباد کې نده بیګا شوې،‌چې دوه ترپنځه کسان دې پکې نه مري، داځل تاسو ځکه رواني شوک وخوړ، چې ۱۲ جنازې مو په یووخت وليدې او له خلکو سره مدني- میډیايي غږونه یوځای شول.  که د ورځې په تناسب محاسبه شي، په سیداباد کې ترټولو لوی او غځېدلي قتل عام دوولس کلن داستان به ستاسو زړه ودروي.

درې ورځې وړاندې له سیمې ارګ ته راغلو غمجنو کلیوالو ولسمشر ته وویل: پاکې اوبه نه غواړو، سړک نه غواړو، وزارت نه غواړو، لږ ترلږه له موږ سره عدالت وکړه او زموږ د بچو قاتلین په سزا ورسوه، زموږ د نورو قتلیدو مخه ونیسه!

وردګ د پنجشیر په څیر تفریح ځای دی، په تېرو دوولس کلونو کې یې د امنیتي هغو په شمول په کابینه کې معتر وزیران لرل، وردګ وکیلان لري، غم دادی، چې د وردګو خلک چې د کار او سیاست په نیت له کلي راووځي بیا یې مړی د کلي‌ هدیرې ته انتقالېږي، اوس ورځې خو یې جسدونه هم خپلو پلرنیو هدیرو ته نه رسېږي، په کابل کې یې د ځان لپاره هدیره په خیرات واخسته. د وردګو سیاست، وکالت او ولایت په کابل کې کېږي، حکومت او سیاسیون چې د رایو وخت شي، خپل کلي ته مخه کړي او څو ورځې کاذب امنیت کې خپله شوکه وکړي.

اردو اجیره نده، خو هغه پولیس او اردو ځواکونه چې له نورو سیمو وردګو ته په پچه رسېدلي اکثره یې نه امنیتي‌ دسپلین پیژني، نه په طالب پسې د طالب سنګر ته ورځي او نه تردې ګړۍ چا پوښتلي‌ چې د خلکو د سرساتنې لپاره تللی یې که د خلکو د کډه کولو لپاره؟ دوی چې له خپل سیوري وېرېږي، هر کلیوال ورته طالب ښکاري خو له هر خونړي‌ طالب سره یې بیا یارانه جوړه کړې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.