سیګار: له طالبانو سره سوله به د جګړې زور ویلې نه کړي سیګار په خپل تازه راپور کې په ډاګه کړې چې له وسله والو طالبانو سره د سولې هوکړه به د جګړې د ختم مانا ونه لري. سیګار له افغان امنیتي ځواکونو غوښتي چې له لسګونو ترهګریزو ډلو سره جګړه وکړئ. راپور کې داعش او القاعده هغه ډلې بلل شوي چې د افغانستان امنیت ته لوی ګواښ دی. تر دې وړاندې یو شمېر امریکايي چارواکو هم ویلي و چې له طالبانو سره د سولې توافق به جګړه پای ته ونه رسوي. سیګار پر داسې مهال دغه راپور خپروي چې تازه ویل کېږي طالبان او امریکایان د سولې اړوند یوې هوکړې ته رسېدلي دي. د سولې خبرو په جریان کې، طالبانو نن کابل کې موټر بم برید ترسره کړ چې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته یې په کې زیان اړولی دی.
Leave a Reply