سیګار: له نیمایی ډېرافغانان په ورځ کې له یوه ډالر لږ عاید لري

سیګار: له نیمایی ډېرافغانان په ورځ کې له یوه ډالر لږ عاید لري

محور،سه شنبه، د مرغومي۲۴مه
د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا په مرستود څار ځانګړې اداره وایي افغانستان لا هم نړې کې یوه بې وزله هېواد دی. د سیګر تازه راپور وایي ۵۵ سلنه افغانان په ورځ کې له یو ډالر لږ عاید لري. افغانستان کې میلیاردونه امریکایي ډالر د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه او اقتصادي پراختیا کې د افغانستان د متحدینو لخوا ولګیدې، خو د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا په مرستو د څار ځانګړې ادارې تازه راپور وایي افغانستان د نړې یو بې وزله هېواد دی. د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلې ۵۵ سلنه افغانان په ورځ کې له یوه ډالر په کمو پیسو خپل ژوند چلوي. سیګر وايي : د افغانستان بې وزله خلک په منځنې توګه په کال کې اته ډالر د روغتیا په برخه کې لګوي. څلور لسیزو جګړو د افغانستان خلک په ظالمانه توګه زیانمن کړي.
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وایي افغانستان د نړې په لسو بې وزله هېوادونو کې شامل دی چې ۵۵ سلنه اوسیدونکي یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او څه باندې ۴۴ سلنه یې د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.