سیګار وایې د تیر کال په پر تله د بیځایه شوو افغانانو په شمیر کې ډېر والی راغلی دی

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل وروستي راپور کې ویلي، په تېر ۲۰۱۶ کال کې ۶۶۰٫۶۳۹ کسان په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي، چې دا شمیره د تیر ۲۰۱۵ کال پرتله ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.
سیګار وايي، په ټوله کې تېر کال ۳۷۰۱۰۲ ثبت شوي افغان کډوال له پاکستان، ۲۲۹۰ له ایران او ۱۸۵ له نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
یو اېن. اېچ. سي. آر، وایې کله چې په پاکستان کې د کډوالو مرکزونه وتړل شول، په کور د ننه د بې ځایه شویو شمېر هم ورسره ډېر شو.
په تېره اپرېل میاشت کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، د روان ۲۰۱۷ کال له پیله تر یادې مودې پورې، د افغانستان په سوېل کندهار، هلمند او اروزګان کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې، چې یوازې ۷ زره کورنۍ په جګړه کې له هلمنده کوچېدلې دي.
په راپور کې راغلي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې په ۲۵ ولایتونو کې خلک له یوه ځایه بل ځای ته کډه شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.