شاهین: د سولې پر وړاندې لوی خنډ ټاکنې دي

شاهین: د سولې پر وړاندې لوی خنډ ټاکنې دي

د طالبانو د قطر ویاند سهیل شاهین په خپله تازه مرکه کې څرګنده کړې چې د سولې د بهیر او توافق پر وړاندې لوی خنډ د بهرنیو ځواکونو وتل او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې دي.

 

هغه ټینګار کړی چې له زلمي خلیلزاد سره په روانو مذاکراتو کې يې پرمختګ کړی دی.

 

تر دې وړاندې طالبانو د ټاکنو په اړه څه نه و ویلي، خو دا لومړی ځل دی چې ولسمشریزې ټاکنې د سولې پر وړاندې خنډ بولي.

یو بل طالب چارواکی چې تازه له ګوانتانامو بند خونې خوشې شوی ویلي، څومره چې مذاکرات اوږدېږي، مونږ به یوې محسوسې نتیجې ته رسېږو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.