شاهین: له حکومت سره هېڅکله خبرې نه کوو

شاهین: له حکومت سره هېڅکله خبرې نه کوو

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلي دوی به هېڅکله له افغان حکومت سره خبرې ونه کړي.

هغه په خپله تازه ټويټ کې ویلي د نړیوالو شاهدانو په موجودیت کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړي او له هغه وروسته به له یو شمېر جهتونو سره خبرې وکړي.

طالبان پر داسې مهال مذاکراتو کې د پرمختګ او له افغان حکومت سره د نه خبرو کولو دریځ نیسي چې تازه یې نن سهار کابل کې د یو موټر بم برید په واسطه، لسګونه ملکي  وګړي شهیدان او ټپیان کړل.

د برید مسوولیت یې هم منلی دی؛ بلخوا اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي چې طالبانو په ننني برید یو ځل بیا وښوده چې د پردیو ګټو ته ژمن دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.