شاهین: مذاکرات د شپې تر دوو بجو روان و، نن به بیا پيل شي

شاهین: مذاکرات د شپې تر دوو بجو روان و، نن به بیا پيل شي

محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۷ مه:

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي چې له امریکایي پلاوي سره یې مذاکرات نن شپه تر دوو بجو روان وو.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، نن به هم دغه مذاکرات روان وي تر څو یوې پایلې ته ورسېږو.

تېره ورځ ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق شوی دی.

خو لیدل کېږي چې مذاکرات نن ورځې ته هم غځېدلي دي او تېره ورځ کومه نتیجه نه ده تر لاسه شوې.

تېره ورځ د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي و چې زلمی خلیلزاد به له طالبانو سره تر خبرو وروسته کابل ته راځي او دلته به د خپلو تېرو مذاکراتو جزییات له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.