شمالي وزیرستان کې پر پاکستانیو ځواکونو خونړی برید شوی

شمالي وزیرستان کې پر پاکستانیو ځواکونو خونړی برید شوی

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: نن شنبه د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو پر یوې پوستې وسله وال برید شوی دی..

سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي: په دې برید کې ۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي او دوه نور ژور ټپیان  دي.

د شاهدانو په وینا، بریدګر په موټرسایکلونو سپاره و چې بېرته له سیمې وتښتېدل.

تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی، خو تېره اوونۍ هم شمالي وزیرستان کې پر پاکستانیو ځواکونو درې خونړي بریدونه ترسره شوي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.