شمالي کوریا دوه نور توغندي وازمایل

د شمالي کوریا توغنديپه داسې حال کې چې د شمالي او سویلي کوریاګانو ترمنځ کړکیچ دوام لري پیونګ یانګ د پنجشنبه په ورځ دوه بالستیک توغندي وازمایل. دا توغندي له (وونسان) ښار څخه توغول شوي او تر ۵۰۰ کیلومتره  واټن وهلو وروسته د دغه هیواد د (وونسان) ښار په ساحل کې غورځیدلي دي.

د سویلي کوریا د دفاع وزارت وايي ښايي دا توغندي د پخواني شوروي اتحاد د سکاد توغندي پرمخ تللې بڼه وي.

په همدې وخت کې د شمالي کوریا رهبر ادعا کړې چې هیواد یې د دې توان پیدا کړی چې په بالستیک توغندیو هستوي کوپړی ولګوي. د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شمالي کوریا د دې کار په غبرګون کې ویلي په ملګرو ملتونو کې د دوی دایمي پلاوی له ملګرو هیوادونو سره په دې غور کوي چې د دې کار په ځواب کې د پلوماتیک ځواب ورکړي.

هغه وایي دوی ټولې دپلوماتیکی لارې چارې په پام کې لري. شمالي کوریا همدا راز ویلي چې په سوداګریزه برخه کې یې له سویلي کوریا سره ټولې هوکړې لغوه کړې او د سویلي کوریا هغه شتمنی به هم وپلوري چې د دغه هیواد په خاوره کې په یوه ګډه سوداګریزه سیمه کې موجودې دي.

شمالي کوریا تیره اونی هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په غبرګون کې شپږ د منځني واټن ویشتونکي توغندي وازمایل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.