شمالي کوریا قاره ویشتونکی توغندی ازمویې

شمالي کوریا وايي، قاره ویشتونکی بالستیکي توغندی به و ازمويي. د شمالي کوریا رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له خولې لیکلي، چې د قاره ویشتونکي بالستیکي توغندي له ازمویلو ډیر لرې نه یو.
ددوی په وینا دغه توغندی کولی شي له وچې په وچه کې لرې سیمې په نښه کړي او د پوره تخریب وړتیا لري.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي وو چې که شمالي کوریا خپلې ازموینې بندې نه کړي له جدي ګواښ سره به مخ شي.
خو شمالي کوریا بیا ددغه بندیزونو په اړه ویلي وو چې پروا یې نه ساتي ځکه دا د پردې تر شا د امریکا پرمایشونه دي چې د دوی په واسطه یې وړاندې کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.