شمالي کوریا نوی بالستیک توغندی ازمویلی دی

شمالي کوریا د بالیستیک توغندي یوه بله ازموینه تر سره کړه. هغه هم پر داسې وخت چې د جنوبي کوریا د نوي ولسمشر ټاکلو یو څو ورځې کیږي. جاپاني چارواکې وایي، دغه توغندی ۲ زره کیلومتره لوړ تللی او ۷۰۰ کیلومتره واټن یې وهلي. کار پوهان وایي دا توغندي کولی شي د ارام سمندر په شمالي برخه کې د امریکا پوځي اډه ګوام په نښه کړي.
بل خوا امریکا بیا د شمالي کوریا ددغه ازموینې په ځواب کې ویلي، چې د شمالي کوریا یاد عمل د غندلو دی او پر دغه هېواد یې د بندیزونو د ډیرولو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې شمالي کوریا تېره ورځ ویلي و، چې له امریکا سره خبرو ته تیاره ده. جنوبي کوریا او جاپان هم د شمالي کوریا دغه کار غندلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.