د جنوبي کوریا ګډ پوځي مرکز په خبرپاڼه کې راغلي، شمالي کوریا د چارشنبې په ورځ څاښت مهال خپل نوی توغندی د جاپان سمندرګي پر لور وتوغاوه او تر ۶۰ کیلو مټرو واټن وهلو وروسته په سمندرګي کې پرېوت.
اندېښنې له دې دي چې شمالي کوریا به بالاخره د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ د اټومي سروکو د لېږدونې جوګه شي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تیره جنوري ادعا وکړه، هېواد یې د داسې توغندي د جوړونې په وروستي پړاو کې دی چې لویې وچې لاندې کوای شي.
د امریکا پوځ هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د شمالي کوریا له خوا نوی توغول شوی توغندی د منځني واټن ویشتونکی (این ۱۵) هغه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن بیا وویل: ” شمالي کوریا بیا توغندی وازمویه، مونږ په دې اړه خپله خبره کړې ده او نور ویلو ته څه نه لرو ”
شمالي کوریا څلور میاشتې وړاندې هم د چین له سرحدي ګډې پولې د جاپان سمندرګي پر لور توغندی توغولی و چې د جاپان لومړي وزیر (شينزو ابي) یاده ازموینه د شمالي کوریا له خوا د پېښېدونکو ګواښونو نوی پړاو بللی و.
تر دې مخکې امریکا چین ته ویلي وو چې د یو دریم ګړې په توګه دې د دوی او شمالي کوریا تر منځ را ولاړې شوې ستونزې حل کړي
اټکل دی چې د چین ولسمشر شي جینپینګ به چارشنبه له خپل امریکايي سیال سره د لیدنې لپاره امریکا ته لاړ شي.
دواړه مشران به د اپرېل په شپږمه او اومه د امریکا په فلوریډا ایالت کې سره وګوري.
تمه ده چې دواړه ولسمشران به د شمالي کوریا د لانجمن اټومي او توغندیزو پروګرام په اړه هم بحث وکړي.
ښاغلي ټرمپ ځلونه ویلي، د شمالي کوریا رهبر (ډېر بد) دی او چین یې د دغه ګاونډي د مهارولو لپاره ډېر څه نه دي کړي.
له دې ټولو سره د امریکا ولسمشر هیلهمن دی چې له خپل چینايي سیال سره به یې د روانې اونۍ په لیدنه کې پر شمالي کوریا فشارونه لا ډېر کړي.
Leave a Reply