شمالي کوریا وایې د امنیت شوری مهمه نه ده مونږ به خپلو وسلو جوړولو ته دوام ورکړو

شمالي کوریا وايي، د ملګر ملتونو د امنیت شورا پروا نه لري او د خپلو وسلو پراختیا ته به ادامه ورکوي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه ردوي او د خپل اټومي پراګرام د پراختیا لپاره کار کوي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هېواد دښمنان یې هڅه کوي دوی له اټومي وسلو او ددې وسلو له پراختیا را وګرځوي خو دوی د هېڅ بندیز پروا نه ساتي. ددوی په وینا هېڅوک نه شي کولی شمالي کوریا د اټومي پروګرام له پراختیا را وګرځوي.
شمالي کوریا وايي دغه بندیزونه امریکا د پردې تر شا تیار کړي دي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورسره منلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.