شمالي کوریا یو ځل بیا امریکا ته ګوت څنډنه کوي

شمالي کوریا په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، کولای شو چې د امریکا “کارل وینسون” نومې الوتکوړونکې جنګې بېړۍ چې د کوریا ټاپووزمې ته ننوتلې، ډوبه کړو.

د امریکا یاده بېړۍ، د یکشنبې په ورځ له جاپاني ځواکونو سره د ګډ سمندري ماموریت د تر سره کولو لپاره دغې سیمې ته تللې او ویل کیږي چې ژر به له دغې سیمې وکټېږي.

د امریکا سمندري ځواکونه د ولسمشر ټرمپ په امر ختیځې اسیا ته ولېږدول شول، تر څو د امریکا هغو څرګندونو ته رنګ ور کړي چې ګواکې (شمالي کوریا ته یې ستراتیژیک زغم) نور پای ته رسېدلی دی.

د تېرې اونۍ تر پوځي رسم ګذشت او د کیم جون اون د نیکه د ۱۵۰ کلیزې په ویاړ د توغندي تر ناکامې ازموینې وروسته، د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.

د شمالي کوریا له خوا امریکايي جنګي بېړۍ ته ګوت څنډنه پر داسې مهال ده چې د دغه هېواد پولیسو تېره ورځ د پیونګ یانګ په نړیوال هوايي ډګر کې یو امریکايی وګړی ونیوه.

دا دریېم امریکایی هغه دی چې په شمالي کوریا کې نیول کېږي. تر دې وړاندې د جاسوسۍ او له هوټلونو د غلا په تور دوه نور امریکایان هم نیول شوي دي.

د جنوبي کوریا د “یون هاپ” خبري بنسټ له مخې، نیول شوی امریکایی شاوخوا ۵۰ کلن دی او د چین د “یان بیان”پوهنتون پخوانی استاد دی چې یوه میاشت وړاندې یې دغه هېواد ته سفر کړی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.